خوست ولایت کې د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د خوست ولایت د صبریو ولسوالي اړوند د خټکې په سیمه کې د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې د څلور میلیونه، شپږ زره او پنځه سوه (۴۰۰۶۵۰۰) افغانیو په ارزښت د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت، د صبریو ولسوال محترم عبدالولي سعید، د اکرو موسسې مسؤل محترم افضل مجاهد او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.
دغه استنادي دېوال ۲۸۰ متره اوږدوالی لري او د چارو په بشپړېدو سره به یې د شاوخوا کرنیزې ځمکې او استوګنیز کورونه د سیلاب له ګواښ څخه خوندي شي.
د دغې پروژې چارې چې د یو این ایچ سي آر په مالي ملاتړ د اکرو موسسې له لوري پرمخ وړل کېږي، پکې سلګونو کسانو ته د کار زمنیه چمتو شوې او د یوې نیمې میاشتې په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
همدغه راز، د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د خوست ولایت په صبریو ولسوالي کې د سوري پاڼ کانال د پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو او چټکتیا په موخه اړین هدایات ورکړل.
