دشمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د خپل کار په دفتر کې د اوبو او انرژي، ټولګټو چارو، اقتصاد او دکلیو پراختیا وزارتونو له ګډ پلاوي سره لیدنه وکړه.
نوموړی پلاوی د ا.ا.ا د وزیرانو شورا د پریکړې په اساس ټاکل شوی تر څو د ټولو هغو لویو پروژو څخه چې تر اوسه پورې يې کار پاتې دي له نږدي څخه لیدنه وکړي.
د هېواد د سترو پروژو څخه چې چارې یې پاتې دي، په مزارشریف کې څلور د لارې جوړونې پروژې دي چې دوه پروژې یې د مزارشریف ښار حلقوي او داخلي سړکونه دي ، دریمه پروژه د شبرغان ښار حلقوي سړک او څلورمه پروژه د شبرغان _ سرپل سړک دی.
یاد پلاوی ټاکل شوی ترڅو یادې څلور پروژې له نږدې څخه وویني او خپل راپور د ا.ا.ا د وزیرانو شورا سره شریک کړي.
د یادونې وړ ده چې د نوموړي پلاوي په راس کې د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئیس د چارو د همغږي کولو لپاره قرار لري.
