دټولګټو وزارت د ټولګټو پروژو د قراردادونو د ارزونې او څېړنې په موخه د سترو قراردادونو د څېړنې د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۶ - ۱۱:۱۶
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د نورو وزارتونو د معینانو او د اړوندو ادارو  د استازو په ګډون د اوبو معینیت د غونډو په تالار کې  ترسره شوه.

په دې ناسته کې،  د ټولګټو وزارت له پنځو زیاتې ټولګټې پروژې تر مطالعې او بیاکتنې لاندې ونیول شول او د هغوی د وضعیت د څېړنې او ستونزو دهوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د سترو قراردادونو د څېړنې پلاوي د یادو پروژو تر هر اړخیزې او بشپړې څېړنې وروسته، د خپلو څېړنو پایلې او د وړاندیزونو او شونو لارو چارو سره یوځای د یوه بشپړ راپور په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت له اقتصادي کمیسیون سره شریک کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۷
Background image

غزني ولایت کې د ده دولت د اوبو کوچنی ذخیروي بند (چکډم) له اوبو ډک شو

د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالي کې د ده دولت د اوبو کوچنی ذخیروي بند (چکډم) د وروستیو اورښتونو له کبله له اوبو ډک شو.

له اوبو څخه د نوموړي بند په ډکېدو سره به د چینو او ژوروڅاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۸
Background image

تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټينګښت د نهم لاټ پروژې چارې کابو ۵ سلنه پرمخ تللې دي

د تخار ولایت په درقد ولسوالي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت د نهم لاټ پروژې چارې چې د ۸۱.۶ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې، تر اوسه پورې کابو ۵ سلنه بشپړې شوې دي.

په دغه پروژه کې ۱۱۵۰ متر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۰
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال د سربند پروژې رغنیزې چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو تر مشري لاندې د ولایت مقام او د اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي ټیم د مهترلام ښار اړوند د پاچاجوی کانال د سربند پروژې د رغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه. . .

بیرته تګ

User account menu