د آریانا طبي کمپلکس په روغتون کې د فاضلابو د تصفیه‌خونې د جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۶:۱۷
1

دغه پروژه د اوبو او انرژي وزارت د اوبولګولو، اوبو رسولو او کانالیزاسیون د تنظیم د رئيس محترم انجنیر اعجازالحق دانشیار، د دغه وزارت د اوبو د تخصیص رئيس محترم مولوي محمد حکیم سمسور او د ښاروالي او د چاپېریال ساتنې ریاستونو د ګڼ شمير مسؤلینو او د نوموړي روغتون د مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبولګولو، اوبو رسولو او کانالیزاسیون رئيس د نوموړې پروژې ګټې ته د سپارلو په غونډه کې یادونه وکړه، چې په افغانستان کې د اوبو سرچینو د کمېدو وضعیت ته په کتو سره په دغه هېواد کې د تصفیه خونو جوړول یوه بنسټیزه اړتیا ده او د اوبو سپما، د کرنې اوبو د برابرولو، سرسبزي او د هېواد د اوبیزو سرچینو په برخه کې د ځانګړي ارزښت درلودونکی دی.

ښاغلي دانشیار په دغه غونډه کې د کابل ښاروالي او نورو اړوندو ادارو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې د اوبو او انرژي وزارت په پام کې لري، چې په راتلونکي کې د تصفیه خونو پلي کول پراخ کړي او  له دې لارې د کرنې او سرسبزي لپاره د اوبو د برابرولو زمینه چمتو کړي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو د تخصیص رئيس محترم مولوي محمد حکیم سمسور هم په دغه غونډه کې په کابل ښار کې د اوبو سرچینو د کمېدو وضعیت ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سرچینو د بې ځایه ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره ډير او د پام وړ فعالیتونه ترسره کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه تصفیه خونه د اوبو او انرژي وزارت له لوري د نوموړي روغتون په تمویل سره د د څلوېښت زره آمریکایي ډالرو په لګښت پلې شوې او په شاوا روز کې د ۶۰ متره مکعب اوبو د تصفیې وړتیا لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۱۲
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۴۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د بند په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژې د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولایت په ګیرو ولسوالي کې د ۸ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژه د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت او په اندړو ولسوالي کې د ۵ کاریزونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

بیرته تګ

User account menu