د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس او د شمال سينديزې حوزې عمومي رئیس د بلخ له والي سره وکتل

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۵۸
1

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج ملا محمد يوسف وفا سره یې په داسې حال کې وکتل چې د شمال سينديزې حوزې عمومي رئیس محترم انجنیر رفيع الله مجتبى هم شتون درلود.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي نقي په بلخ ولایت کې د دغه ریاست د مسؤلیتونو، راتلونکو پلانونو او اړوندو چارو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل او همدارنګه په شورتيپې ولسوالي کې د آمو سیند د ویجاړیو په اړه معلومات ورکړل شول.

په ورته مهال، د بلخ والي په دغه لیدنه کې د همکاري ډاډ ورکړ.

ټاکل شوې ده، چې په شورتیپې ولسوالي کې د آمو سيند د ویجاړیو د مخنیوي بیړنۍ پروژې په نږدې راتلونکي کې د ولایت مقام، د آمو سيند څنډو د ټینګښت رياست او د سيمې د خلکو په ګډه همکاري پيل شي.

د یادونې وړ ده، چې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس هم د اړتیا په صورت کې د همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu