د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئیس د جوزجان له والي سره د لیدنې سربېره د دغه ولایت له یو شمېر سیمو څخه هم لیدنه وکړه

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۱:۵۶
1

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئیس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل د دغه ریاست د پلان او انجنيري آمر محترم انجنير بريالی طاهري جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي محترم قاري ګل حیدر شفق سره وکتل او د دغهٔ ریاست د مسؤولیتونو او راتلونکو پلانونو په ځانګړې توګه د آمو سیند د حریم او بستر په تړاو یې اړین معلومات د جوزجان له والي سره شریک کړل او ښاغلي شفق هم د پوره همکاري ژمنه وکړه.

همدارنګه ښاغلي نقي د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالي کې د دغهٔ ریاست د سیمه ایز آمریت کارکوونکو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې. د نوموړي آمریت مسؤولینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ښاغلي نقي سره شریک کړل، په ورته مهال ښاغلي نقي هم د هغوی ستونزو او وړاندیزونو ته د رسیدګي ژمنه وکړه.

همدارنګه د آمو سیند څنډو د ټینګښټ رئیس د خپل سفر په دوام کې خامیاب ولسوالي ته سفر وکړ او د آمو سیند د ویجاړیو په هکله یې د خامیاب له ولسوال محترم ملا عبدالمجید سعادت او د سیمې له یو شمېر مشرانو سره وکتل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu