د ا.ا.ا د یو شمېر ادارو رئیسانو د اوبو او انرژي وزارت د انرژي له معین سره وکتل
د کابل حج او اوقافو رئیس محترم شیخ الحدیث عبدالسلام حنفي، د افغنستان برېښنا شرکت تجارتي رئيس محترم مولوي عبدالرحمن رحماني د کابل برېښنا رئیس محترم مولوي فضل الرحمن فضلی او یو شمېر نورو رئیسانو د اوبو او انرژي وزارت د انرژي له معین محترم مولوي صاحب عارف الله عارف سره د ده په کاري دفتر کې وکتل.
یادو رئیسانو محترم عارف صاحب ته د دوی د نوي دندې مبارکې وړاندې کړه او په خپلو مسئولیوتونو کې يې دوی ته د بریا غوښتنه وکړه.
محترم معین صاحب د دوی له راتګ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: " د دین، هیواد او ملت خدمت زمونږ ټولو دیني او ملي مکلفیت دی، ټول باید خپلو مسئولیتونو ته متوجه و اوسو او د هیوادوالو د خدمت په لاره کې په اخلاص او صداقت سره ګامونه واخلو.
