د ارغنداب تالوکانو د تحکیماتي دېوال د دوهمې برخې پروژه به ژر بشپړه شي
د ارغنداب د سیند غاړو تحکیم کولو پروژه چې ۲.۱۰ کیلومتره اوږدوالی لري د کرنیزو ځمکو، سړک او د اوسېدو ځایونو ژغورلو په موخه د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې په لاره اچول شوې.
د دغې پروژې عملي چارې ۹۹ سلنه پلي شوي چې ډير ژر به بشپړه شي.
د دغې پروژې پلي کېدو سره به ۲ زره او ۶۵۰ کسانو په مستقیم ډول او تر ۱۸ زرو زیات کسان په غیر مستقیم ډول ګټه پورته کوي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره
