د اسلام او سیاست په هکله د دعوت او ارشاد ریاست تربیوي او اصلاحي سمینار ترسره شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۱۲:۲۶
1

دغه سمینار چې د اوبو او انرژي وزارت د ګڼ شمېر کارمندانو په ګډون تر سره شوی وو، د استملاک د همغږۍ کارپوه ښاغلي مولوي محمد اسحق برهاني د اسلام او سیاست په هکله خبرې وکړې.

ښاغلي مولوي برهاني په خپلو خبرو کې د اسلام سپیڅلی دین د الهي نعمتونو څخه یو ستر نعمت وباله او د دې دین د لارښوونو پیروي یې په دنیا او آخرت کې د انسان د نجات یوازنۍ لار  وبلله.

هغه په خپلو خبرو کې د اسلام د لارښوونو او تاریخي روایتونو ته په نغوتې( اشارې) سره ټینګار وکړ، چې د اسلام سپیڅلی دین د سیاست په برخه کې تر ټولو غوره لارښوونې لري او اسلامي حکومت  د انسان د ژوند په تاریخ  کې تر ټولو غوره  سیاسي نظام دی.

ښاغلي برهاني ټول کارمندان و هڅول چې د ژوند په ټولو چارو کې د اسلام د سپيڅلي دین لارښوونې عملي  کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۱
Background image

د هېواد په درېیو نورو ولایتونو کې هم چکډمونه له اوبو ډک شوي دي

په خوست، پکتیکا او غور ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له کبله چکډمونه له اوبو ډک شوي دي، چې کولای شي د اوبیزو سرچینو په پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې اغېزمن رول ولوبوي.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د قزاقستان جمهوریت له سفیر سره د ګډو همکاریو د پراختیا په هکله خبرې وکړې

13 شوال 1447 هـ ق

11 حمل 1405 هـ ش

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې، په کابل کې مېشت د قزاقستان له سفیر محترم ګازیز اکباسوف سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۳
Background image

لغمان ولایت کې د یوه بولډروال پروژې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي ټیم د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي په عزیزخان کڅ سیمه کې د یوه بولډروال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او. . .

بیرته تګ

User account menu