د افغانستان برېښنا شرکت د مديره پلاوي دوهمه ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۱۶:۲۶
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزير او د افغانستان برېښنا شرکت د څارپلاوي رئيس محترم الحاج ملا عبداللطيف منصور تر رهبري لاندې د ماليې وزارت د عوايدو او ګمرکاتو معين محترم ملا عبدالقاهر ادريس، دصنعت او سوداګري وزارت معين محترم مولوي قدرت الله جمال، د مديره پلاوي ، د اوبو او انرژي وزارت  او د افغانستان برېښنا شرکت د يو شمېر نورو مسٶلينو په ګډون ترسره شوه

په دغه ناسته کې، د افغانستان برېښنا شرکت د بېلابېلو موضوعاتو لکه، د انرژي خدمتونو دتنظيم دقانون پر بنسټ دنوموړي شرکت د جواز د موضوع، د هغه پر پروژو باندې د پانګونې د څرنګوالي، د افغانستان برېښنا شرکت د اساسنامې د تعديل د وروستي کولو، دټاپ پروژې د اقتصادي مطالعاتو، د برېښنا د ضايعاتو د مخنيوي د طرحې د چمتوکولو، له 1397تر 1399 کال پورې د نوموړي شرکت د مالي راپورونو د څېړنې او د هغوى په هکله د تخنيکي اندونو د وړاندې کولو، پر دولتي او خصوصي شرکتونو باندې د افغانستان برېښنا شرکت د پورونو او  هغه شرکت پورې اړوندو يو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه

 په جلا توګه د هرې موضوع تر هر اړخيزې څېړلو او د اندونو تر تبادلې وروسته، د هغوى په هکله اړين تصمیمونه ونيول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۱:۱۸
Background image

کونړ ولایت د فرعي سیندیزې حوزې ریاست کې د انرژي سروې او ارزونه ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت  د انرژي معینیت د پایدارې انرژي عمومی ریاست تر چتر لاندې د انرژي د مثمریت او تحفظ ریاست تخنیکي ټیم، د کونړ د فرعي سیندیزې حوزې ریاست کې د انرژي د مثمریت او تحفظ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د برېښنا رسونې وضعیت او د نوو برېښنايي شرکتونو پېژندنه وڅېړل شوه

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنايي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست یو پلاوی، د برېښنا مارکېټ د حقوقي رئیس خلیل‌الرحمن فاروقي په مشرۍ، د برېښنا رسونې وضعیت د ارزونې او شته ستونزو ته د رسېدنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

بیرته تګ

User account menu