د افغانستان برېښنا شرکت یو شمېر قراردادونه د هېواد د سترو قراردادونو د څېړنې د رهبري پلاوي په ناسته کې وڅېړل شول
د هېواد د سترو قراردادونو د څېړنې په موخه د تېرو ناستو د لړۍ په دوام، یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د کلیو پراختیا، کرنې، ټولګټو، مالیې او اقتصاد وزارتونو د معینانو، استازو او د اوبو او انرژي وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت د یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په یاده ناسته کې، د افغانستان برېښنا شرکت یو شمېر ستر قراردادونه تر څېړنې او مطالعې لاندې ونیول شول او یاد پلاوي د هغوی په هکله په بشپړه توګه هر اړخیز بحث او د اندونو تبادله وکړه.
د یادولو وړ ده، چې یاد پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له لوري ټاکل شوی، ترڅو ټول ستر قراردادونه تر څېړنې او مطالعې لاندې ونیسي او په پای کې د خپلې څېړنې پایلې په یوه بشپړ راپور کې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.
