د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د څارنې او ارزونې د پلاوي له لوري په اوبو او انرژي وزارت کې د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او د امیرالمؤمنین حفظه الله و رعاه د فرامینو له پلي کولو څخه څارنه وشوه
د امر باالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د څارنې او ارزونې پلاوي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله و رعاه د ځانګړي استازي او د هغه وزارت د پلټنې رئيس محترم مولوي فضل ربي فضلي تر مشري لاندې د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او په دغه وزارت کې د امیرالمؤمنین حفظه الله و رعاه د فرامینو د پلي کولو څرنګوالی تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیو.
د امر باالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د پلټنې رئيس په هغه غونډه کې چې د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو د ارزونې په موخه جوړه شوې وه، د اسلامي نظام د حاکمولو او پياوړتیا په برخه کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر د ارزښت په هکله خبرې وکړې او د اوبو او انرژي وزارت له ټولو کارمندانو څخه وغوښتل چې، لمونځ په جماعت ادا او خپل سیرت او صورت د نبوي سنتو سره سم عیار کړي.
ښاغلي مولوي فضل ربي فضلي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې ټول مسؤلین او کارمندان مسؤلیت لري، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین فرامین په غوره توګه پلي او خپلې چارې له اسلامي شریعت سره سم پر مخ یوسي.
