د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله د کور او ښار جوړولو په وزارت کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۴:۲۴
1

پهٔ دغهٔ برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د کور او ښار جوړولو په وزارت کی له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي د عمومي ریاست تر چتر لاندې د انرژي د مثمریت او تحفظ ریاست کارمندانو هر یو انجنیر احمد ضیا فیروز د مثمریت او تحفظ ریاست ارشد متخصص او انجنیر شیر زمان کریمی د بررسي انرژي کارپوه، د پرزینټېشن په وړاندې کولو سره په مفصله توګه د انرژي مدیریت، د انرژي د سرچینو ساتنې، چاپیریال ساتنې، د انرژي د سپما ارزښت او د سپما تګلارې اړوند معلومات ګډونوالو ته ورکړل او د یادې برنامې د وړاندې کولو موخه یې له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وباله.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون 20/9/1445 نېټې 13 ګڼې مصوبې دوهم بند د تحقق په موخه له پلان سره سم د اوبو او انرژي وزارت لخوا مخکې له دې په څو وزارتونو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۶:۵۰
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په کابل کې د روسیې له سفیر سره وکتل

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج...

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۳:۵۸
Background image

بیرته تګ

User account menu