د انرژي زونونو د آمرینو د وړتیا لوړونې ښوونیز سمینار برنامه پای ته ورسیده

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۷:۲۳
1

یاد سمینار د انرژي زونونو د آمرینو لپاره د وزارت له خوا د نوي پېرل شویو تخنیکي وسایلو سره د پېژندنې په موخه په لاره اچول شوی وو.

د دې دریو ورځو په بهیر کې له تخنیکي وسایلو څخه د استفادې په اړه د اړینو او بنسټیزو مسایلو، د پروژو کره سروې او په ولایتونو کې د انرژي د پروژو د پلي کولو په برخه کې د تخنیکي فعالیتونو په هکله اړینې روزنې تر بحث او د اندونو د تبادلې لاندې ونیول شوې او د انرژي زونونو له آمرینو سره اړین معلومات شریک شول.

د یادې ښوونیزې برنامې د پای ته رسېدو په وخت کې د وزارت مقام د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکی ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز د یادو زونونو آمرین او کارمندان د رښتینې خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول او د تخنیکي وسایلو پر ساتنې باندې یې ټینکار وکړ.

د یادولو وړ ده چې د برنامې په پای کې د هر زون آمر ته، ستاینلیک ورکړل شو او تخنیکي وسایل هم ورته وسپارل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu