د انرژي معینیت اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۵:۳۰
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس او د دې وزارت د انرژي معینیت وارسي کوونکی ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز "عزیز " تر مشري لاندې د رئيسانو او ټولو تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د انرژي معینیت د پروژو لپاره د لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونو د جوړولو او پلي کولو، د یاد معینیت لپاره د منظم استراتیژیک پلان پر جوړولو باندې کار، د انرژي په برخه کې د فعاله شرکتونو په هکله اروزنې او څېړنې او همدارنګه د یاد معینیت د ریاستونو لپاره د اونیز او میاشتني کاري پلانونو د ترتیبولو او نورو بېلابېلو موضوعاتو باندې بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه او اړین تصمیمونه ونیول شول.

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس د ناستې د غړو د اندونو او معلوماتو تر څېړلو وروسته، اړین هدایات ورکړل او مشخصې کمېټې یې د چارو د غوره ترسره کولو په موخه وټاکلې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu