د انرژي معینیت اداري ناسته د یاد معینیت د بېلابېلو موضوعاتو د څېړلو په موخه ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۷:۱۹
1

یاده ناسته د وزارت مقام د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکی ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشري لاندې د یاد معینیت د رئيسانو او ټولو تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د څو اړینو تخنیکي او اداري موضوعاتو لکه:په سمنګان ولایت کې د څېړنیز ټاور موضوع  او په نورو ولایتونو کې د څېړنیزو ټاورونو موضوع د څېړنې او د لا ښه ارقامو د ترلاسه کولو او له هغو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د انرژي معینیت د استراتیژي او نورو بېلابېلو موضوعاتو په هکله د هېواد د انرژي څانګې پر ځان بسیاکولو په لار کې  د اغېزمنو چارو د ترسره کولو په برخه کې  د اغېزمنې خدمت رسونې د ترسره کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه.

د وزارت مقام د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکی ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز د ناستې د غړو د اندونو تر آورېدو وروسته، د انرژي په برخه کې د هېواد پر ځان بسیاکېدو په لار کې د اغېزمنو هڅو په ترسره کولو باندې ټینګار وکړ او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره ترسره کولو په موخه مشخصې دندې وسپارلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز ولایت د خان آباد ولسوالي د پروژو د وضعیت ارزونه وکړه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت خان آباد ولسوالي ته د دغې ولسوالي د اوبو مدیریت، د اوبو عادلانه وېش او د اړوندو پروژو د د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

هرات ولایت کې د پاشدان بند بشپړ له اوبو ډک او پرچاو شو

د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي د پاشدان بند له کاسې څخه چې له اوبو بشپړ ډک او پرچاو شوی، لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې  د پاشدان بند اضافې اوبه، چې حجم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۴
Background image

لوګر ولایت کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره شوه

د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په محمد آغې ولسوالي کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره کړه.

نوموړی چکډم په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې جوړ او ګټې اخیستنې سپارل شوی، چې د. . .

بیرته تګ

User account menu