د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۲:۴۳
1

دغه ناسته د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د مقام دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د تدارکاتو رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار، د انرژي سکتور رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې نن، سه شنبه، د روان لمریز کال د زمري په ۲۱ نېټه د دغه معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د انرژي په سکتور کې د اړینو موضوعاتو لکه  د انرژي پنځه کلن پراختیايي پلان نوي کولو او د هېواد د انرژي ماستر پلان د بیاکتنې او نوي کولو او د اوبو او انرژي په پروژو کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام(یو، این، ډي، پي) لپاره د همکاري په موخه د اړینو همغږیو زمینې چمتوکولو اړوندو چارو د پرمختګ په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

مسؤلو کمېټو او نورو تخنیکي مسؤلینو د نوموړو موضوعاتو د وضعیت د پرمختګ په هکله معلومات وړاندې کړل او تر هر اړخیزو څېړلو وروسته، د نورو اقداماتو لپاره اړین تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۱۲
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۴۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د بند په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژې د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولایت په ګیرو ولسوالي کې د ۸ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژه د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت او په اندړو ولسوالي کې د ۵ کاریزونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

بیرته تګ

User account menu