د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشرې لاندې د رئيسانو او د انرژي سکتور د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د بېلابېلو تخنیکي موضوعاتو په ځانګړې توګه په بېلابېلو ولایتونو کې د څیړنیزو ټاورنو څخه د معلوماتو راټولول، د انرژي معینیت د ساحوي پروژو د تعیین او تثبیت او د انرژي معینیت د پروژو د چارو د لا غوره پرمخ وړلو او لا زیاتو همکاريو او همغږيو د رامنځته کولو په موخه د یاد معینیت د مختلفو ریاستونو د متخصصینو څخه د تخنیکي بورد جوړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي د موضوعاتو تر ارزولو وروسته، د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړونده مسئولینو ته اړین هدایات ورکړل.
