د انرژي معینیت اونیزه ناسته ترسره شوه
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت اونیزه ناسته د وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف تر مشري لاندې او د یاد معینیت د ټولو مرکزي رئیسانو په ګډون کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې، د انرژي معینیت د ریاستونو د کلني، درې میاشتني او میاشتني راپورونو پر وخت وړاندې کولو او همدارنګه د انرژي معینیت د ریاستونو اړوندو موضوعګانو او همدا راز تېري ناستې کې د مطرح شویو موضوعګانو د پرمختګ په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف په دې ناسته کې د مطرح شویو موضوعګانو تر آوریدلو وروسته، د انرژي معینیت ټولو مرکزي رئیسانو ته د چارو د ښه پرمخ وړلو او پر وخت باندې د چارو ترسره کولو په هکله لازم هدایات ورکړل.
د یادولو وړ ده، چې د انرژي معینیت کې اونیزه ناسته د چارو د ښه پرمخ وړلو او د چارو په وړاندې د خنډونو د ژر تر ژره هوارولو په موخه ترسره کېږي.
