د انرژي معینیت اونېزه اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۳:۱۶
1

دغه ناسته د انرژي معینیت د غونډو د سرپرست او د پایدارې انرژي د عمومي رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار تر مشري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د تېرې ناستې د پرېکړو اجراآت تر څېړنې لاندې ونیول شول او همدارنګه د نوي کېدو وړ انرژي د همغږۍ کمېټې د پروپوزل د مسودې، د انرژي زونونو په آمریتونو کې د بودجې د کموالي، په دایکنډي ولایت کې د برېښنا د کموالي د ستونزې او د بامیان د مرکزي زون د آمریت د وړاندیز شوو پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې، رئيسانو او مسؤلینو د نوموړو موضوعاتو په هکله خپل معلومات او اندونه وړاندې کړل او د چارو د لا غوره ترسره کولو په موخه اړین تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۱۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۴۸
Background image

بیرته تګ

User account menu