د انرژي معینیت د رهبري ناسته د یاد معینیت د ریاستونو د کاري راپورونو د څېړلو او د هغوی د ستونزو د هوارولو په موخه ترسره شوه
یاده ناسته، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا محمد عیسی ثاني ریاست لاندې د انرژي سکتور د رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې، د انرژي سکتور ټولو رئيسانو د خپلو کړنو او ریاستونو د کاري بهیر د وضعیت په هکله راپور وړاندې کړ او همدارنګه خپلې ستونزې یې هم د انرژي له معین سره شریکي کړي.
د وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا محمد عیسی ثاني د رئيسانو د راپورونو او په ناسته کې د نورو مطرح شویو موضوعاتو تر څېړلو وروسته، اړوند مسؤلینو ته یې د ستونزو د هوارولو او اړینو اقداماتو د ترسره کولو لپاره لازم هدایات ورکړل.
