د اوبو او انرژي سرپرست وزیر او مل پلاوي یې د ایران د اسلامي جمهوریت د نیرو له وزیر سره وکتل.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۹:۲۷
1

د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او مل پلاوي یې نن د ایران اسلامي جمهوریت د نیرو له وزیر ښاغلي محرابیان سره وکتل. د غونډې په پیل کې د ایران اسلامي جمهوریت د نیرو ښاغلي وزیر محترم منصور صاحب او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې د افغانستان  د اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب د دوی له کوربه توب، څو لسیزو را پدېخوا د افغانستان مهاجرینو ته په خپله خاوره کې د استوګنې شرائطو برابرولو او د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې د افغانستان د مسلمان او مجاهد ملت د جهاد له داعیې څخه د ملاتړ په پار مننه وکړه.                

وروسته د دواړو هېوادونو پلاوو له ایران څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا  د تړون پر غځولو او د برېښنا په تعرفه باندې خبرې اترې وکړې.         

دواړو خواوو تخنیکي ډلو ته دنده وسپارله تر څو د موضوع ټول اړخونه په تفصیل سره وڅیړي او تر راتلونکې ناستې پورې یې د توافق لپاره چمتو کړي

دغه راز د اوبو او انرژي سرپرست وزیر او مل پلاوي یې نن د تهران په شمال کې د سیابېشه  اوبو بند څخه چې نژدې زرمیګاواټه برېښنا تولیدوي، هم لیدنه وکړه چې د یاد بند د مسئولینو له خوا یې تود هرکلی وشو او د بند په هکله مکمل معلومات ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu