د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ام، سي، سي شرکت له رئيس سره د باغدرې بند پروژې د پلي کولو د همغږي په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۶:۳۰
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ام، سي، سي چینایي شرکت له رئيس او د نوموړي شرکت له یو شمېر نورو مسؤلینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د دواړولورو ترمنځ د لوګر ولایت د مس عینک د را ایستلو د پروژې د اوبو او برېښنا د چمتو کولو لپاره د زمینې جوړونې په موخه د دوه اړخیزو همغږیو او همکاریو  او په ځانګړې توګه په کاپیسا ولایت کې د باغدرې بند د پروژې د پلي کوکو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته د دغه وزارت له لوري په دې برخه کې د اړینو همکاریو ډاډ ورکړ او همدارنګه د عملي همکاریو په ترسره کولو باندې یې ټینګار وکړ، چې ډېر ژر دې د دواړو لورو ترمنځ دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۱۲
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۴۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د بند په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژې د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولایت په ګیرو ولسوالي کې د ۸ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژه د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت او په اندړو ولسوالي کې د ۵ کاریزونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

بیرته تګ

User account menu