د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ایران هېواد د توانیر شرکت له عمومي رئيس سره وکتل.

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۷:۳۲
1

د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل پلاوي ایران هېوا ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران هېواد د توانیر شرکت له عمومي رئيس محترم انجنیر آرش کردي سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا انرژي د پراختیا په برخه کې د لا زیاتې همکاري په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي کردي د ا.ا.ا د اوبو او انرژي سرپرست وزیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ایران او افغانستان ترمنځ ژورو تاریخي اړیکو ته اشاره وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا انرژي په برخه کې د لا زیاتو همکاریو په ترسره کولو باندې ټینګار وکړ.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي شرکت د مسؤلینو له میلمه پالنې مننه وکړه او په افغانستان کې د امنیت ټینګښت ته په اشارې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ  د برېښنا انرژي په برخه کې د لا زیاتې همکاري د ترسره کولو ژمنه وکړه.

همدغه راز، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې، په روان کال کې د ایران هېواد له لوري د برېښنا انرژي د پرچاوي ستونزې ته اشاره وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په راتلونکي کې د داسې ستونزو د رامنځته کېدو مخنیوی وکړي او د ایران هېواد له لوري د برېښنا انرژي د تعرفې د کمولو غوښتنه وکړه.

همدارنګه د دغې ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د دواړو لورو د تخنیکي مسؤلینو ترمنځ دې تخنیکي ناستې دوام ومومي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې، چې د اوبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د. . .

بیرته تګ

User account menu