د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د بغلان له والي سره وکتل

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۷ - ۹:۳۵
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د بغلان له والي محترم الحاج عبدالرحمن حقاني سره د یاد ولایت په مقام کې په داسې حال کې وکتل چې د سیندیزو حوزو یو شمېر رئيسانو یې ملتیا کوله.

په دغه لیدنه کې، د بغلان والي د اوبو او برېښنا په برخه کې د دغه ولایت د خلکو شته ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریک کړل.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د بغلان والي ته ډاډ ورکړ، چې د متوازنې پراختیا او شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د دغه ولایت د خلکو ستونزو او وړاندیزونو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست ولایت کې د اوبو په برخه کې د دوو پروژو چارې پيل شوې

د خوست ولایت د علیشرو تریزایي ولسوالي اړوند د شاوې سربند او چندو کلي د اوبو رسونې پروژو چارې د خوست د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت، د دغه ریاست تخنیکي ټیم او د خوست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۹
Background image

فاریاب ولایت کې د اجریم غلبلې چکډم پروژې چارې ۹۰ سلنه پرمخ تللې دي

د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست څارنیز ټیم د فاریاب ولایت په المار ولسوالي کې د اجریم غلبلې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۵
Background image

د هرات د اوبو او انرژي رئيس د هغه ولایت د تیلو ټانکونو ټولنې له مسؤلینو سره د تیلو ټانکونو په انګړ کې د جذبي څاګانو د کېندلو په هکله خبرې، اترې وکړې

د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي د هغه ولایت د تیلو ټانکونو ټولنې له رئيس او مرستیالانو سره وکتل او د تیلو ټانکونو په انګړ کې د جذبي څاګانو د کېندلو په هکله بحث او د. . .

بیرته تګ

User account menu