د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د بلخ ولایت له مخورو سپین ږیرو، ځایي مسؤولینو او قومي مشرانو سره وکتل
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف “منصور” د شمال عمومي سیندیزې حوزې ریاست کې، د بلخ ولایت له مخورو سپین ږیرو، ځایي مسؤولینو او قومي مشرانو سره پۀ داسې حال کې چې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی، د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او د بلخ سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي موسی جان حقبین یې ملتیا کوله، وکتل.
په یاده لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یاد ولایت د مخورو سپین ږیرو او قومي مشرانو غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې واوریدل، او د یاد ولایت په ډېمونو، چکډېمونو، کانالونو او د اوبو او برېښنا د ستونزو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په ورته مهال ، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یاد ولایت مخورو سپین ږیرو او قومي مشرانو ته د متوازن انکشاف او شته امکانانو په پام کې نیولو سره د دوی ستونزو ته د رسیدګۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه په أخر کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او په یاد ولایت کې د اوبو او انرژي وزارت اړوند چارو په هکله رسنیو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.
