د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د تالقان سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو وړاندیزونه او ستونزې واورېدې
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د تالقان له سیندیزې فرعي حوزې څخه په داسې حال کې لېدنه وکړه چې د یو شمېر سیندیزو حوزو مسؤلینو یې ملتیا کوله.
په دغه لېدنه کې، د تالقان سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریک کړل.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لېدنه کې د نوموړې حوزې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو ته به په وخت سره رسیدګي وشي او د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار یې دوی ته اړین هدایات ورکړل.