د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ترکیې هېواد د سفیر له سلاکار او د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له مرستیال سره وکتل

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۲ - ۱۴:۲۶
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ترکیې هېواد د سفیر له سلاکار محترم جانګیز آی دمیر او د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له مرستیال محترم بوراک اونسال سره وکتل او د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه کتنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي شرکت له مرستیال څخه و غوښتل چې په هرات ولایت کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا او د سروبې دوهم بند د پروژو عملي چارې ډېر ژر پیل کړي.

په ورته مهال، د یاد شرکت مرستیال په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام له همکاري څخه د مننې ترڅنګ، وویل چې ډېر ژر به په هرات ولایت کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا پروژې عملي چارې پيل کړي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له  رئيس سره د هرات ولایت په کشک او ګذرې ولسوالیو  کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې او د سروبې  دوهم بند د جوړلو لپاره د همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۳۷
Background image

خوست ولایت کې د دوو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د شمل – خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د خوست ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې او د ګربزو ولسوالي اړوند. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۳:۴۹
Background image

کندز ولایت کې د مؤسسو له مسؤلینو سره د اوبو او انرژي پروژو د پلي‌کولو په برخه کې د همکاري د پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد په کندز ولایت کې د مېشتو مؤسسو له مسؤلینو سره وکتل او د اوبو او انرژي پروژو د پلي‌کولو په برخه کې د همکاري د پیاوړتیا په هکله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د وروستیو اورښتونو له کبله د قرغې بند د اوبو په کچه کې زیاتوالی راغلی

د وروستیو اورښتونو له کبله د قرغې بند د اوبو په کچه کې د پام‌وړ زیاتوالی راغلی؛ هغه وضعیت چې په هېواد کې د اوبو سرچینو  وضعیت د غوره‌والي ښکارندویي کوي.

په افغانستان کې د اقلیمي. . .

بیرته تګ

User account menu