د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د خاتم الانبیأ دارالایتام او حبیب الله زرمتي لیسې څخه لیدنه وکړه.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۹:۵۹
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور نن د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي د خاتم الانبیأ دارالایتام څخه لیدنه وکړه، استادانو او شاګردانو ته یې د تعلیم او تعلم په هکله لازمې لارښوونې وکړې او دغه راز محترم وزیر صاحب له خپلې خوا د یاد دارالایتام زده کوونکو ته د راتلونکي کوچني اختر لپاره جامې ډالۍ کړې او شاګردان یې د کوچني اختر په مناسبت د رخصتیو په پار کورونو ته رخصت کړل.

دغه راز محترم وزیر صاحب د یاد سفر په بهیر کې د زرمت ولسوالي د حبیب الله زرمتي ليسې څخه لیدنه وکړه، دغلته یې د یادې لیسې د حفظ او مراقبت چارې وکتلې، د یادې لیسې آمر او ښوونکو ته یې توصیه وکړه چې د شاګردانو په ښوونه او روزنه کې خپلې ټولې شونې هڅې په کار واچوي تر څو خپل شاګردان په دیني او ملي روحیه سمبال،  ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي.

محترم وزیر صاحب دوی ته له خپلې خوا د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu