د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د سرپل له والي سره په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۶:۱۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د سرپل له والي محترم الحاج مولوي محمد ظریف مظفر سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د سرپل والي د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو په برخه کې د هغه ولایت د خلکو ستونزې او اړتیاوې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او په هغه ولایت کې د سلطان ابراهیم بند پروژې د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د سرپل والي ته ډاډ ورکړ، چې د هېواد په محرومو او لرې پرتو ولایتونو کې د پراختیایي پروژو پلي کول چې سرپل ولایت هم په دغه کټګورۍ کې شامل دی، د دغه وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري، په همدې موخه به د دغه وزارت له لوري اړینې هڅې ترسره شي، ترڅو ډېر ژر په نوموړي ولایت کې د سلطان ابراهیم بند د پلي کولو لپاره زمینه چمتو او چارې یې پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۶:۰
Background image

د یوه ایراني شرکت مسؤلینو د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د انرژي په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د نیروی برق دیبا شرکت له مسؤلینو سره وکتل او له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې په هکله بحث او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل ښار په شپاړسمه ناحیه کې د برېښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د پیژندلو او ارزولو چارې پای ته ورسیدلې

د کابل ښار اړوند شپاړسمه ناحیه کې د برېښنا انرژي مارکیټ د لا ښه تنظیم او د بې خطره تخنیک د پام کې نیولو په موخه د برېښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د پيژندلو په برخه کې د هغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۴:۵۳
Background image

د یوه عراقي شرکتونو ګروپ مسؤلینو د پایدارې انرژي له عمومي رئیس سره په لیدنه کې د انرژي په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

 

د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي عمومي رئیس محترم مولوي عبدالرحمن رحماني د الراجي شرکتونو ګروپ له مسؤلینو سره وکتل او له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید په پروژو کې د. . .

بیرته تګ

User account menu