د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د سرپل ولایت د سیندیزې فرعي حوزې لهٔ کارمندانو او د یاد ولایت د ځایي مسؤولینو او قومي مشرانو سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۱۲:۲۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف “منصور” د سرپل ولایت د سیندیزې فرعي حوزې لهٔ مسؤولینو او کارمندانو او د یاد ولایت د ځایي مسؤولینو او قومي مشرانو سره په داسې حال کې چې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر رفیع الله مجتبی او د سرپل سیندیزې فرعي حوزې رئیس قاري روح الله نظامي یې ملتیا کوله، ولیدل.

په یاده لیدنه کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یادې حوزې د مسؤولینو، کارمندانو او یاد ولایت قومي مشرانو وړاندیزونه، غوښتنې او مشکلات واوریدل، او د سرپل ولایت لپاره د بندونو، کانالونو او چېک ډېمونو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

همدارنګه د یاد ولایت مسؤولینو او قومي مشرانو د وزیر صاحب لهٔ راتګ څخه خوښي څرګنده کړه، او ښه راغلاست یې ورته وویل.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل او یادو مسؤولینو او قومي مشرانو د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر څخه د شته امکاناتو او متوازن انکشاف په پام کې نیولو سره د دوی مشکلاتو او غوښتنو ته د رسیدګي ډاډ ورکړ.

په پای کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یادې حوزې مسؤولینو ته د دوی د مسؤولیتونو او ورځني کارونو په أړه أړینې سپارښتنې وکړې، او پهٔ خپلو چارو کې ورته د لا پیاوړتیا په پار دعا وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۸:۵۱
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین، محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې  “د اوبو اونۍ” تر عنوان لاندې د وزیرانو په کچه مهم فورم کې ګډون وکړ او د افغانستان په استازیتوب یې هراړخیزه وینا وړاندې کړه.

۷ / شوال / ۱۴۴۷ هـ ق

۵/ حمل / ۱۴۰۵ هـ ش

څلورنۍ

ښاغلي آخندزاده په خپله وینا کې د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اوبو د عادلانه وېش پر اهمیت، د اوبو ډیپلوماسي د پیاوړتیا، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۶:۴۸
Background image

د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ کې د چکډيم پروژې څخه ليدنه ترسره شوه.

۶/شوال/ ۱۴۴۷ هـ ق

۴/ وری/ ۱۴۰۵هـ ش

د ننګرهار سينديزې فرعي حوزې رياست  تخنیکي تيم خوګياڼو ولسوالي اړوند ساحه کې د جوړيدونکي چکډيم د ساختماني چارو څخه ليدنه وکړه او کومه ذخیره چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۶:۴۵
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین، محترم مجیب الرحمن عمر اخندزاده، د تاشکند د اوبو اونۍ په مهم نړیوال فورم کې د ګډون په موخه د ازبکستان هېواد ته  په رسمي سفر لاړ.

۶ / شوال / ۱۴۴۷ هـ ق

۴ / حمل / ۱۴۰۵ هـ ش

درېنۍ

دغه سفر د سیمې او نړۍ په کچه د اوبو د مدیریت، همغږۍ او ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. د تاشکند د اوبو اونۍ فورم، چې. . .

بیرته تګ

User account menu