د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د غزني له والي سره وکتل

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۲:۴۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د غزني له والي محترم الحاج حافظ محمد امین عمري سره وکتل او په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي  پروژو د پلي کولو په هکله خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې د غزني والي، اوبو او انرژي پروژو ته  د هغه ولایت د خلکو اړتیاوې او ستونزې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او په هغه ولایت کې د پراختیایي پروژو په ځانګړې توګه د زردآلو بند جوړولو پروژې د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د غزني والي ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د هغه ولایت د خلکو ستونزو او وړاندیزونو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۳۰
Background image

د کابل په شکر دره ولسوالي کې د شاه او عروس بند چې تېر کال د اوبو او انرژي وزارت له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د وروستیو اورښتونو له کبله په بشپړ ډول له اوبو ډک شوی دی. دغه ارزښتناکه لاسته راوړنه، په هېواد کې د اوبو سرچینو د اغېزمن مدیریت، د کرنې سکتور د پیاوړتیا او د دوامداره اوبو د چمتوکولو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۸:۵۱
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین، محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې  “د اوبو اونۍ” تر عنوان لاندې د وزیرانو په کچه مهم فورم کې ګډون وکړ او د افغانستان په استازیتوب یې هراړخیزه وینا وړاندې کړه.

۷ / شوال / ۱۴۴۷ هـ ق

۵/ حمل / ۱۴۰۵ هـ ش

څلورنۍ

ښاغلي آخندزاده په خپله وینا کې د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اوبو د عادلانه وېش پر اهمیت، د اوبو ډیپلوماسي د پیاوړتیا، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۶:۴۸
Background image

د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ کې د چکډيم پروژې څخه ليدنه ترسره شوه.

۶/شوال/ ۱۴۴۷ هـ ق

۴/ وری/ ۱۴۰۵هـ ش

د ننګرهار سينديزې فرعي حوزې رياست  تخنیکي تيم خوګياڼو ولسوالي اړوند ساحه کې د جوړيدونکي چکډيم د ساختماني چارو څخه ليدنه وکړه او کومه ذخیره چې د. . .

بیرته تګ

User account menu