د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د غور له والي سره وکتل

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۱۴:۱۲
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د غور له والي محترم ملا احمد شاه دین دوست سره وکتل او په هغه ولایت کې یې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د غور والي  د هغه ولایت د خلکو د اوبو د کمښت او برېښنا انرژي ته د نه لاسرسي ستونزې د اوبو او انرژي وزارت له رهبري سره شریکې کړې او په هغه ولایت کې یې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د غور والي ته ډاډ ورکړ، چې دغه وزارت خپلې ټولې هڅې په کار اچوي، ترڅو د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د هغه ولایت د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د غزني ولایت د سلطان ذخیروي او اوبولګولو بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د دغه وزارت د انجنیري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئيس محترم انجنیر اسدالله عمار غزني ولایت ته سفر وکړ او په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۲۹
Background image

زابل ولایت کې یوه تحکیماتي پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د زابل ولایت د شېنکي ولسوالي اړوند ګیرو سیمه کې یوه تحکیماتي پروژه د ۴ میلیونه، ۸۵۷ زره او ۵۳ افغانیو په لګښت بشپړه او د سیمه‌ایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۸
Background image

غزني ولایت کې د زرد آلو ذخیروي او اوبولګولو بند جیولوجیکي څېړنې ترسره شوې

د غزني ولایت په قره باغ ولسوالي کې د زرد آلو ذخیروي او اوبولګولو بند ساحوي جیولوجیکي څېړنې د یوه کورني شرکت، د اوبو انرژي وزارت د څېړنو ریاست او د غزني سیندیزې فرعي حوزې ریاست د تخنیکي. . .

بیرته تګ

User account menu