د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فرزې او پغمان ولسوالیو له یو شمېر مشرانو سره د اوبو او برېښنا د پروژو په هکله خبرې وکړې

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۶:۴۴
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د کابل ولایت د فرزې او پغمان ولسوالیو له یو شمېر مشرانو سره وکتل او په نوموړو ولسوالیو کې د اوبو او برېښنا په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د فرزې ولسوالي مشرانو په نوموړې ولسوالي کې د اوبو بند د جوړولو او د هغې ولسوالي اړوند د برېښنا رسونې د یوې پروژې د پلي کولو وړاندیز د وزارت د رهبري مقام ته وړاندې کړ.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د فرزې بند د پروژې د اسنادو د ارزولو او د امکان سنجي د مطالعاتو د ترسره کولو وروسته به شته امکاناتو ته په کتو په راتلونکي کې د هغه د پلي کولو په هکله اړین اقدامات ترسره شي.

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu