د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لوګر له والي، مشرانو او یو شمېر علماوو سره وکتل او په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د لوګر له والي محترم مولوي ضیاالرحمن مدني، د سرې میاشتې عمومي رئيس محترم شیخ شهاب الدین دلاور، د کورنیو چارو وزارت معین محترم مولوي عبدالله مختار، د لوګر د علماوو شورا رئيس محترم شیخ شریف او د دغه ولایت له یو شمېر علماوو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د لوګر والي، مشرانو او علماوو په نوموړي ولایت کې د اوبو او انرژي وزارت کړنې وستایلې او په هغه ولایت کې د لا زیاتو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په لوګر ولایت کې د دغه وزارت کړنو ته په لنډه توګه اشاره وکړه، او یادونه یې وکړه چې تر اوسه پورې په نوموړي ولایت کې د دغه وزارت له لوري ګڼ شمېر پروژې پلي شوې، چې کولای شو د خروار او سرخاب بندونو د پروژو د لومړي فاز د ساتنې او څارنې او د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۲ چکډمونو د پروژو یادونه وکړو.
ښاغلي منصور د لوګر والي، مشرانو او علماوو ته ډاډ ورکړ، چې په نږدې راتلونکې کې هم د متوازنې پراختیا په پام کې نیولو سره به د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې اړین اقدمات تر لاس لاندې ونیول شي.