د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ له مشرانو سره وکتل.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په خپل کاري دفتر کې د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ له یو شمیر مشرانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د یادې ولسوالۍ مشرانو د اوبو او بریښنا انرژي په برخه کې خپلې ستونزې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر سره شریکې کړې او په دې برخه کې د اوبو اوانرژي وزارت د رهبرۍ مقام د لا زیاتې توجه غوښتونکي شول.
د اوبو اوانرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي منصور د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د برق رسونې او اوبو مدیریت په برخه کې د یادې ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته به رسېدنه وشي.
د اوبو او انرژي وزارت
