د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ناروي سفارت له مسؤلینو سره وکتل
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د ناروي شاهي دولت د سفارت له شارژدافیر محترم پُل کلومن بیکن او د دغه سفارت له یو شمېر نورو مسؤلینو سره وکتل او د اوبو د پروژو په برخه کې د ګډې همغږي او همکاري په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، دواړو لورو له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په برخه کې د مشخصو برنامو، د وچکالي د اغېزو د کموالي او د اوبو د مدیریت په برخه کې د نورو ټولګټو برنامو په هکله خبرې وکړې.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ناروي سفارت مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې په هېواد کې د اوبو د سرچینو د کموالي د ستونزو او د پرله پسې وچکالیو د اغېزو په پام کې نیولو سره اړتیا ده چې نړیوال بنسټونه په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
په ورته مهال، د ناروي سفارت مسؤلینو هم د اوبو په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې په افغانستان کې د اوبو د پروژو د پلي کولو لپاره به نورو نړیوالو بنسټونو ته هم بلنه ورکړي.
