د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پروان له والي، مرستیال والي او د هغه ولایت د سیندیزې فرعي حوزې له مسؤلینو سره وکتل

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۵:۲۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور پروان ولایت او د پنجشیر ولایت د ګلهبار بند سیمې ته  د خپل سفر په لړ کې د پروان له والي محترم مولوي عبدالعلي قدرت الله امیني، د دغه ولایت له مرستیال والي محترم مفتي محمد ادریس امیني او د نوموړي ولایت د سیندیزې فرعي حوزې له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د اوبو د مدیریت، د څښاک اوبو د برابرولو او د برېښنا د تولید په برخه کې  د ګلبهار- پنجشیر بند ارزښت ته په لنډه توګه اشاره وکړه او یادونه یې وکړه، چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري هڅه کوي چې د دغه بند د جوړولو لپاره زمینه چمتو شي.

په ورته مهال، د پروان والي هم د اوبو او انرژي وزارت د کړنو په ستایلو سره په پروان ولایت کې د اوبو او انرژي د پروژو د پلي کولو په برخه کې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره د همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۱:۱۸
Background image

کونړ ولایت د فرعي سیندیزې حوزې ریاست کې د انرژي سروې او ارزونه ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت  د انرژي معینیت د پایدارې انرژي عمومی ریاست تر چتر لاندې د انرژي د مثمریت او تحفظ ریاست تخنیکي ټیم، د کونړ د فرعي سیندیزې حوزې ریاست کې د انرژي د مثمریت او تحفظ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د برېښنا رسونې وضعیت او د نوو برېښنايي شرکتونو پېژندنه وڅېړل شوه

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنايي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست یو پلاوی، د برېښنا مارکېټ د حقوقي رئیس خلیل‌الرحمن فاروقي په مشرۍ، د برېښنا رسونې وضعیت د ارزونې او شته ستونزو ته د رسېدنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

بیرته تګ

User account menu