د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ګلبهار/ پنجشیر بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۶:۰
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل د پروان ولایت مرستیال والي محترم مفتي محمد ادریس انوري، د اوبو او انرژي وزارت یو شمیر رئیسانو او د پروان او کاپیسا ولایتونو د سیندیزو فرعي حوزو رئیسانو د ګلبهار/ پنجشیر بند له سیمې څخه لیدنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي بند له سیمې څخه د لیدو پر مهال د یاد بند د ارزښت په هکله خبرې وکړې او ویې ویل، چې د نوموړي بند په جوړیدو سره به د اوبو د مدیریت او د برېښنا پر تولید برسیره د پروان او کاپیسا ولایتونو د حقابو ستونزه هم هواره شي او همدارنګه یاد بند به د کابل ولایت د څښاک اوبو په چمتو کولو کې هم رغنده رول ولري.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ګلبهار بند څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې ددغه بند د بودجې د تمویل لپاره هڅې روانې دي، ترڅو په راتلونکي کې ددغه بند د جوړیدو چارې پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې د ګلبهار/ پنجشیر بند د ۴۹۰ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ۱۱۶ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

د نوموړي بند په جوړیدو سره به ۷۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او د پروان او کاپیسا ولایتونو د کرنیزو اوبو د کمښت ستونزه هواره او د کابل ولایت د څښاک اوبو زیاته برخه هم چمتو شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۶:۵
Background image

د اوبو او انرژي وزارت  د(NTA) څانګې شپږ تنه قراردادي کارمندانو خپل کلنی راپور وړاندې کړ

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت د اوبو تاسیساتو د انجنیري چوپړتیاوو عمومي ریاست اړوند شپږ تنه د(NTA) څانګې قراردادي کارمندانو خپل کلنی راپور په جلاجلا پرزنټیشنونو کې  د اوبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۲:۴۸
Background image

بیرته تګ

User account menu