د اوبو او انرژي سرپرست وزیر صاحب د خاتم الانبیاء دارالایتام له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۹:۵۱
1

د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف "منصور" نن د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د خاتم الانبیاء دارالایتام د ودانۍ له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه. نوموړی دارالایتام چې د محترم منصور صاحب له خوا په ١٤٤١ ه.ق کال کې تاسیس شوی، او ١٢٠ تنه یتیمان پکښې په دیني او عصري زده کړو بوخت دي، د ترکیی د ادیف خیریه بنسټ له لوري یې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول جوړېږي چې چارې یې ٧٠ سلنه پر مخ تللې دي.محترم وزیر صاحب د دارالایتام د ودانۍ له کاري بهیر څخه ډاډ څرګند کړ، او قراردادي شرکت ته یې لارښوونه وکړه چې د دارالایتام د ودانۍ چارې له قرارداد سره سمې پر مخ یوسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د قزاقستان جمهوریت له سفیر سره د ګډو همکاریو د پراختیا په هکله خبرې وکړې

13 شوال 1447 هـ ق

11 حمل 1405 هـ ش

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې، په کابل کې مېشت د قزاقستان له سفیر محترم ګازیز اکباسوف سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۳
Background image

لغمان ولایت کې د یوه بولډروال پروژې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي ټیم د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي په عزیزخان کڅ سیمه کې د یوه بولډروال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

د هرات ولایت د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د اوبو لګولو په موخه خوشې شوې

د هرات ولایت د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د لاندنې هریرود سیندیزې فرعي. . .

بیرته تګ

User account menu