د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم پکتیا ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي ته د برېښنا رسولو پروژې د سروې د ترسره کولو په موخه سفر وکړ.

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۱۴:۵۶
1

د اوبو او انرژي وزارت څخه پکتیا ولایت ته لېږل شوې پلاوي د یاد ولایت د مهاجرینو ښارګوټي ته د برېښنا رسولو پروژې د سروې د ترسره کولو په موخه سفر وکړ او د یاد ولایت د والي له مرستیال سره یې وکتل او د یادې پروژې د سروې په ترسره کولو باندې یې بحث او د نظر تبادله وکړه .

د یاد ولایت د والي مرستیال ښاغلي شیخ عزیزالرحمن منصور د اوبو او انرژي وزارت یاد تخنیکي ټیم ته د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

یاده دې وي چې یاد تخنیکي ټیم د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې له رئيس ښاغلي مولوي محمد کریم فاتح سره هم لیدنه ترسره کړه او د یادې موضوع په هکله یې خپل نظرونه سره شریک کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu