د اوبو او انرژي وزارت دکورنۍ پلټنې رئيس د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست او د لښکر ګاه منځني هلمند فرعي سیندیزې حوزې له کارمندانو سره ناسته ترسره کړه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۶:۱۳
1

د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار او ورسره مل پلاوي، هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست او د لښکر ګاه منځني هلمند سیندیزې فرعي حوزې له کارمندانو سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې محترم مولوي سهار د اسلامي نظام د ارزښت، ضرورت، د اسلامي نظام سره د مخالفت او اهانت د بدو پایلو، د مسئولیت احساس، تفتیش د اسلام له نظره، د تفتیش ارزښت او ضرورت او د کارونو له ساحو څخه د مفتیشینو د څارنې په هکله هر اړخیزه وینا وکړه.

همدارنګه، د کورنۍ پلټنې رئيس د نوموړو سیندیزو حوزو د مسؤلینو او کارمندانو سره په لیدنه کې د هغوی د ستونزو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د هغوی ستونزې به د وزارت له رهبري سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۱
Background image

د هېواد په درېیو نورو ولایتونو کې هم چکډمونه له اوبو ډک شوي دي

په خوست، پکتیکا او غور ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له کبله چکډمونه له اوبو ډک شوي دي، چې کولای شي د اوبیزو سرچینو په پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې اغېزمن رول ولوبوي.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د قزاقستان جمهوریت له سفیر سره د ګډو همکاریو د پراختیا په هکله خبرې وکړې

13 شوال 1447 هـ ق

11 حمل 1405 هـ ش

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې، په کابل کې مېشت د قزاقستان له سفیر محترم ګازیز اکباسوف سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۳
Background image

لغمان ولایت کې د یوه بولډروال پروژې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي ټیم د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي په عزیزخان کڅ سیمه کې د یوه بولډروال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او. . .

بیرته تګ

User account menu