د اوبو او انرژي وزارت د اطلاعاتو او نشرانو ریاست د مسؤلینو او کارمندانو لپاره د وړتیا لوړنې سمینار ترسره شو
یاد سمینار د اوبو او انرژي وزارت مقام د دفتر عمومي رئيس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز او د اوبو او انرژي وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رئيس ښاغلي الحاج غلام جیلاني حق پرست په ګډون د دې وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شو.
په دې سمینار کې د مسک میډیا عمومي مدیر ښاغلي اویس الجلبي، د اطلاعاتو او نشراتو ریاست کارمندانو ته د پلان جوړونې، د کره او پر وخت اطلاع رسونې د مدیریت په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.
د یادولو وړ ده چې یاد سمینار د وزارت مقام د رهبري د هدایت پر بنسټ د اطلاعاتو او نشراتو ریاست د کارمندانو د تخنیکي او مسلکي وړتیا لوړونې او د نشراتي چارو د غوره ترسره کولو په موخه په لاره اچول شوی وو.
