د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د افغان ویند جنریشن پاور تولیدي شرکت له مسئولینو سره وکتل

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس د خپل کار په دفتر کې د افغان ویند جنریشن پاور تولیدي شرکت له مسئولینو سره وکتل او د ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید او په یاده برخه کې د پانګوالو د جلبولو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دې لیدنه کې، د ياد شرکت مسئولينو په هېواد کې د ګازو له سرچینو څخه په ګټې اخیستنې سره د برېښنا د توليد په برخه کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړه.
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د یاد شرکت له مسئولینو سره د همکاري ژمنه وکړه او برېښنا ته د افغانستان د خلکو د اړتیا یادولو ترڅنګ یې په هېواد کې د برېښنا د تولید د چټکتیا غوښتنه وکړه.