د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د Yellow River Engineering Consulting Co, Ltd چینایي شرکت له مسؤلینو سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۱۴:۵۰
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس د خپل کار په دفتر کې د چین هېواد د Yellow River Engineering Consulting Co, Ltd شرکت له مسؤلینو سره وکتل او د دواړو لورو ترمنځ د ګډو همکاریو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

په یاده لیدنه کې له ګازو څخه  د برېښنا د تولید پروژې د چارو د پرمخ وړلو او د یادې پروژې د عملي چارو د پیل د چټکتیا په هکله خبرې وشوې.

د انرژي محترم معین په خپلو خبرو کې له یاد شرکت سره د وزارت د همکاریو په هکله ډاډ ورکړ او د چارو د چټکتیا په موخه یې اړینې سپارښتنې او هدایات ورکړل.

د یادونې وړه ده، چې له یاد شرکت سره تر دې مخکې هم له ګازو څخه  د انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې په موخه د ګډو همکاریو تړون لاسلیک شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu