د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین په نغلو سیمه کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد او ورسره مل د دغه معینیت یو شمېر رئيسانو د کابل ولایت د سروبي ولسوالي په نغلو سیمه کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د چارو له بهیر او د برېښنا انرژي د تولیدي حوزې له درې ګونو( ماهیپر، نغلو او سروبي) دستګاوو څخه لیدنه وکړه.
د انرژي محترم معین د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې له نږدې و ارزولې او د قراردادي شرکت مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو او په ټاکل شوې وخت باندې د چارو د پای ته رسولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې او د هر راز همکاري ډاډ یې ورکړ.
په ورته مهال، د انرژي محترم معین د تولیدي حوزې له مسؤلینو سره په لیدنه کې د نوموړې حوزې د تولیدي دستګاوو او بندونو ستونزې واوریدې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د دغو ستونزو د هوارولو لپاره به اړینې کړنې ترسره شي.