د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معينيت پلاوي د لغمان له والي سره د شاهي کانال د چارو د پیل په موخه وکتل

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۴:۳۰
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معينيت پلاوي د محترم امين الله عزيزي په مشري د لغمان سينديزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیر جان راشدي په ملتيا د لغمان له والي محترم شيخ شیراحمد حقاني سره د شاهي کانال د چارو د پیل په موخه وکتل.

په دغه لیدنه کې ښاغلي عزیزي د شاهي کانال د لومړي لاټ چارو د پیل په هکله اړین معلومات د لغمان له والی سره شریک کړل او زیاته یې کړه، چې په دغې پروژې کې به ګڼ شمیر کسانو ته د کار زمینه چمتو شي.

د لغمان والي د نوموړې پروژې بنسټيز ارزښت ته په اشارې سره د یادې پروژې د چارو د پیل هرکلی وکړ او په یاده برخه کې یې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu