د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال د یوه تخنیکي پلاوي په مشري پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ددغې لیدنې په ترڅ کې د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې روانې چارې وڅیړلې او د نوموړې حوزې له رئیس او کارمندانو سره په لیدنه کې یې د هغوی د کړنو د ستاینې تر څنګ د اړتیاوو د پوره کولو ډاډ هم ورکړ.