د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د لغمان له والي سره د شاهي کانال د چارو د چټکتیا او د پيل د څرنګوالي په هکله خبرې وکړې
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې په داسې حال کې چې یو شمېر رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو هم شتون درلود د لغمان له والي محترم شیخ شیراحمد حقانی سره د شاهي کانال د چارو د پیل د څرنګوالي په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د اوبو معین د لغمان والي ته ډاډ ورکړ، چې د دغه وزارت له لوري د پروژې ډیزاین او تخنیکي چارې ترسره شوې او ان شاالله په نږدې راتلونکي به یې عملي چارې هم پیل شي.