د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د نمک آب پروژې د ستونزو د حل په موخه د اوبو او انرژي وزارت له اړوندو رییسانو او تخنیکي انجنیرانو سره ناسته ترسره کړه.

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۴ - ۱۳:۴۶
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر  اخندزاده د تخار ولایت د (نمک آب) پروژې د ستونزو د حل په موخه د ي وزارت له تخنیکي انجینرانو سره وکتل.

 په دې غونډه کې د وزارت اړوندو رئيسانو او تخنیکی انجینرانو د نمک آب د پروژې د وضعیت راپور د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ته وړاندې کړ.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د پروژې له پیل څخه تر پایه دې د پروژې ټول اسناد وڅېړل شي او د پروژې د زیات وخت د ارزونې لپاره دې تخنیکي کمیټه وټاکل شي. د پروژې د زیاتو کارونو د ارزونې په موخه به یو تخنیکي ټیم د تخار د (نمک آب) پروژې ته د سفر په موخه وګمارل شي ترڅو د پروژې مسایل وڅیړي او راپور یې  د اوبو معینیت له مقام سره شریک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس په کندز ولایت کې د اوبو د کمښت ستونزې له نږدې وڅېړلې

 

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د کندز ولایت دشت ارچې، خواجه غار او کلباد ولسوالیو ته د اوبو د کمښت ستونزو، د اوبو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

خوست ولایت کې د شمل پیرانو پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي

د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د لوګر ولایت د التمور کانال د اوبو ټولنې رئيس او غړي وټاکل شول

د لوګر په سیندیزه فرعي حوزه کې د التمور کانال لپاره د اوبو ټولنې د جوړېدو په موخه یوه ناسته د دغې حوزې د رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن. . .

بیرته تګ

User account menu